IQNA

حیات طیبه /1

طیبه  او پاک ژوند څرنګه ممکن کیږی؟

8:24 - December 21, 2023
د خبر لمبر: 3488455
ایکنانیوز- ټول موجووداتو  یوډول له یوه بل سره په ژوند کې مشترک دي؛ویده کیږي، ویښيږي ، په خوړو پسې دي او داسې نور ډير مشترکات لري. البته  انسان یو ډول خپل خاص ژوند لري، چې په ژوند په دغه ډول کې  د انسان لپاره خاص او لوړ هدفونه په نظر کې نیول شوي دي.

د قرآن کریم د انفال سورې په ۲۴آیت کې راغلي دي ؛ يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا استَجيبوا لِلَّهِ وَلِلرَّسولِ إِذا دَعاكُم لِما يُحييكُم:  ائ هغسې کسانو چې ایمان مو راوړی دی،د خدای او د پیغمبر دعوت ومنئ،هغه مهال چې تاسو د هغه شي وآخوا ته بولی چې تاسو ژوندي کوي؛:، په دغه آيت کې دقت،د انسان د پنځونې هدف روښانه کوي.

ژوند مختلف ډولونه لري؛ د حیوان او پوتو د ژوند په څیر هر ژوندی موجود یو حیواني ژوند لری او دغه ژوند ځیني ځانګړنې لري چې په ټولو ژوندیو موجوداتو کې مشترک دي  چې په هغو کې د خوړو، څښاک، ویده کیدا ،واده کولو، د بچي درلودلو، په کور کې اوسیدا،د قالیو د اچولو،او کار او هڅې  ته اشاره کولی شو؛ یعني ټول ژوندي موجودات له وخته چې ویښیږي ،په کار او زیار پسې دی څو  خوړو او روزي ترلاسه کړي.

داسې هیڅ ژوندئ موجود نشته چې د طبیَعت دغه قانون څخه بهر وي.دغه ټوله اړتیاوې هره ورځ تکراریږي تردې چې مرګ ،دوي یو یو له ژونده وباسی. په دغه ډول ژوند کې انسان له نورو موجواتو سره مشترک دی ،خو که انسان یوازې دغه شان ژوند وکړي او دهغه هدف همدغه حیواني ژوند وي،نو له نورو موجوداتو وروسته پاتې دی،ځکه ځیني  ژوندي موجودات ممکنه ده،د خوړو،ویده کیدا او زیږونې  په څير(اړتیاؤ)  په ځینو موردونو کې له انسانه لامخکې وي.

 په دغو شرايطو سره باید پوښتنه وشی،آيا هغه موجود چې د قرآن کریم د آيتونو په اساس،پر مځکه د خداوندکریم جانشین دی، ددغه ډول ژوند لپاره پنځول شوی دی؟ او د هغه امید، هیله او موخه باید ددغو دنیاوي اړتیاؤ لپاره  وي.؟

د ژوند یو دبل ډول ، اخروي ژوند یا پاک ژوند(حیات طیبه )نومیږي چې که انسان  دغه ډول ژوند ولرل شی، نو د خلقت هدف پيژندلی شي.که مونږ وغواړو ،له حیواني78 ژونده لیرې ووسیو او پاک ژوند تجروبه کړو ،نو باید هغه کارونه او چلندونه چې ترسره کوو ئې،له دغه ډول ژوند سره غږمله او یوځای وي.

په خداي ایمان ، د نیکو کارونوترسره کول ، او الهي تقوا درلودل ، له هغو انسانانو سره راشته دیرشه چې  ښه اخلاق ااو صفتونه لري، په  هغو دینی پروګرامونو او دستورو کې ګډون چې پکې د خدای یاد وي ، له انسان سره پاک ژوند ته په رسیدا کې مرسته کولی شي.هماغه شان  چې حضرت امام علی علیه السلام فرمائي ؛بالعلمِ تکون الحیات:     ژوند له دانائۍ او پوهیدا سره دی  (غرر الحكم/ 4220 )، نو لازمه ده  دین ،دینی  قوانین وپيژندو او د دین اخلاق یاد کړو.

captcha